په خیبرپښتونخوا کې د تازه بارانونو څپې لس کسان مړه کړي دي. د پښتونخوا د بېړنیو مرستو ادارې ویاند لطیف الرحمان ویلي چې دا بارانونه د جولای میاشتې په ۲۵مه پیل شوي دي چې پرون او نن یې شدت ډېر شوی او له امله یې په چارسده کې د دوو کورونو چتونه نړېدلي چې له امله یې درې کسان مړه شوي دي. هغه ویلي چې په یوه بله پېښه کې چې په بونېر سیمه کې د غره ښویېدو له امله رامنځته شوې یو تن مړ شوی او دوه نور ټپیان دي. د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې په کاغان سیمه کې بیا په لوی شمېر خلک د سیلابونو راوتو له امله بند پاتې دي او د شپږو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.





































