د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د شمالي کوریا وروستۍ توغندیزې ازموینې د اندېښنې وړ نه دي.
نوموړي په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د يوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «موږ ډېر ښه کار کړی دی. وبه وینو چې څه کېږي، دوی اوسمهال اټومي ازموینه نه ده کړې، بلکې یوازې یې یوه کوچنۍ اټومي ازموینه کړې ده، زه فکر کوم موږ له شمالي کوریا سره ښه کار کړی دی».
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د جنوبي کوریا رسنیو راپور ورکړ چې د شمالي کوریا د تېرې پنجشنبې په ورځ د بالسټیک توغندیو دوه ازموینې کړې دي.
د شمالي کوریا دغه ازموینې داسې مهال دي چې تر دې وړاندې دغه هېواد په اګست میاشت کې د جنوبي کوریا او امریکا د ګډو پوځي تمرینونو له کبله خبرداری ورکړی و.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، که امریکا او جنوبي کوریا خپل ګډ پوځي تمرینونه لغوه نه کړي، دوی به یو ځل بیا پر خپل اټومي پروګرام له سره غور وکړي.
د یادونې ده چې ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ سره د دغه هېواد د اټومي پروګرام پر سر دری ځله مخامخ ناستې کړې دي، خو دواړه لوري تر اوسه پر دې نه دي بریالي شوي چې د روان کړکېچ پر سر یوې هوکړې ته ورسېږي.
خو ټرمپ بیا د دواړو هېوادونو د مشرانو له درېیمې ناستې وروسته چې د بندو دروازو ترشا تر سره شوه، خوښي څرګنده کړې چې یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.
بلخوا د جنوبي کوریا ولسمشر د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو ترمنځ وروستۍ کتنه چې د دواړو کوریاګانو ترمنځ په پوله کې وشوه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دښمنیو پای بللې ده.
د دغه هېواد ولسمشر مون جه اېن دغه څرګندونې د خپلې کابینې غونډې ته کړې او ویلي يې دي چې د ټرمپ او کېم کتنه دا مانا لري چې دواړو هېوادونو د دښمنۍ اړیکو د پای ته رسولو او د سولې د یوه نوي پړاو د پیلولو اعلان وکړ.
ټرمپ او کېم په دې کتنه کې هوکړه وکړه چې د اټومي لانجې پر سر خبرې بېرته پیلوي، خو یوې خوا دا نه دي ویلي چې په څه ډول به د کوریا ټاپووزمه له اټومي وسلو پاکوي.





































