په روسیه کې تر سختو لاریونونو وروسته سلګونه لاریون کوونکي نیول شوي دي. دوی چې د ټاکنو به درشل کې یې د یو شمېر رد شوو نوماندانو په پلویتوب لاریون کړی په تاوتریخوالي تورن شوي دي. د مسکو پولیس وایي ۱۰۰۴ لاریون کوونکي یې نیولي دي، خو د لاریون کوونکو مشران وایي چې ۱۰۷۴ ملګري یې نیول شوي دي. بل پلو په روسیه کې د پوتین تر ټولو ستر مخالف او ټاکنیز سیال الکسي ناولني د شنبې په ورځ په دېرش ورځې بند محکوم شوی. هغه د جمعې په شپه بې جوازه لاریون راغوښتی و، چې دده په غوښتنه شل زره کسان سړکونو ته راوتلي وو. د روسیې حکومت وایي چې دغه لاریون مخکینۍ اجازه نه وه اخیستې نو ځکه یې ناولني په دېرش ورځې بند محکوم کړی دی.





































