په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی به یوازې ناروغانو، مېرمنو، سوداګرو او ډېر عمر لرونکو کسانو ته د پاکستان وېزه ورکوي. د پاکستان سفارت وایي دوی تر هغه پورې چې افغان حکومت د پاکستان له سفارت او قونسلګریو بهر د پاکستاني ویزې د اخیستو پر سر روان فساد له منځه یونه سي ددوی محدودیت به دوام لري. پاکستاني سفارت ادعا کړې چې له سفارتونو او قونسلګریو بهر کمیشنکران او یو شمېر کسان ددغه هېواد د وېزې په اخیستو کې فساد کوي چې له امله یې دوی هم دغه محدودیتونه وضع کړي دي.





































