په نایجیریا کې د بوکو حرام ترهگرې ډلې په یوه خونړۍ حملې کې ٦٥ کسه وژل شوي دي. د نایجیریا دولتي تلویزیون د یوه حکومتي چارواکي محمد بولاما له قوله ویلي، د بوکوحرام ډلې پر هغه کسانو حمله کړې چې له یوې جنازې بیرته راروان وو او شاوخوا ٦٥ تنه یې وژلې دي. دغه پیښه د نایجیریا په شمال ختیځ کې د بورنو په ښار کې شوې ده. په نایجیریا کې په وروستیو کې د ترهگرې ډلې بوکو حرام په فعالیتیونو کې زیاتوالی راغلی دی. محمد بولاما ویلي داسې ښکاري چې بوکوحرام د هغه عملیاتو غچ اخیستی وي چې ١١ ترهگر پکې وژل شوي وو.





































