د راپورونو له مخې کلیفورنیا کې د ډوډۍ او محلي خوړو فیسټوال جوړ شوی و، خو وسله وال هلته پر راټولو شوو خلکو ډزې کړې دي او درې کسه یې وژلي دي. په ډزو کې ۱۱ کسه نور ټپیان شوي هم دي. د کلیفورنیا پولیسو ویلي، چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي او په دې اړه به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر دغه پېښه غبرګون ښودلی او هغه یې غندلې ده. نوموړي د پېښې د پلټنې او دقیقو معلوماتو د پیدا کولو امر کړی دی.





































