د ایران د اټومي انرژۍ رییس عباس عراقچي ویلي چې هېواد یې په پلان کې لري څو د اراک درنو اوبو ریکټور بېرته فعاله کړي. له تهران سره د نړۍ د اټومي قدرتونو د ۲۰۱۵ کال د تړون له مخې ایران له دې کاره منعه شوی دی، خو دې هېواد اوس یو ځل بیا دې غیر قانوني چارې ته ملا تړلې ده. د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخې، عراقچي دا خبره پرون د یاد هېواد پارلمان ته په خبرو کې کړې ده. دا اوبه د پلوتونیم د تولید په ریکټورونو کې کارول کېږي چې بیا په خپل وار د اټومي وسلو په جوړېدو کې ګټور تمامېږي. نوموړي ویلي، هېواد یې له ۲۰۱۵ کال راهیسي ۲۴ زره کیلوګرامه یورانیم بډایه کړي دي.





































