د فرانسې په اولیولس ښار کې د تېلو په یو پمپ کې د ډزو پر مهال درې سلانیان وژل شوي او یو ټپي دی. راپورونه وایي چې دا ډزې دوو ځوانانو کړې دي. د فرانسې پولیسو پر والدینو غږ کړی دی چې پر خپلو اولادونو څارنه وکړي. د راپورونو له مخې وژل شوي کسان دوه نارینه او یوه ښځه ده چې دې هېواد ته د سیل لپاره تللي وو. پولیسو د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي. تر اوسه دا هم لا څرګنده نه ده چې دا کسان په قصدي ډول په نښه شوي او که څنګه خو پولیسو زیاته کړې چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.





































