د ګلف نیوز په نامه ورځپاڼې ویلي چې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د نیوزیلنډ پر دوو جوماتونو د شوي برید د قربانیانو ۲۰۰ تنه خپلوان د حج مراسمو کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته ور بللي دي. د دغو ۲۰۰ تنو د سفر او سعودي کې یې د اوسېدو لګښت په خپله سلمان په غاړه اخیستی دی. راپورونه وایي، سعودي ته د دې کسانو پر ورتګ او هلته پاتې کېدو باندې یو میلیون ډالر لګښت راځي او سلمان ویلي چې په ډېر افتخار به یې ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د کرایستچرچ ښار پر دوو جوماتونو شوي برید کې ۵۱ کسان ووژل شول او تر سلو ډېر نور ټپیان شول.





































