د روسیې د وسله والو ځواکونو قومندان سرګي رودسکوي وایي، امریکایان په سوریه کې د وسله والو مخالفینو د روزلو سربېره د دې هېواد طبعي زېرمې په ډېرې سادګۍ غلا کوي. هغه زیاته کړې دا زېرمي چې په فرات سیمه کې دي له څه مودې راهسي پکې غیر قانوني کېندنې کېږي. نوموړي دغه راز ویلي، په کوناکو، العمر او تاناک سیمو کې د نفتو زېرمې په ډېرې اسانۍ ایستل کېږي او په مجرمانه ډول باندې د سوریې له مرزونو بهر ته قاچاق کېږي. سرګي ویلي، امریکا اوسمهال په یادو سیمو کې د خپلو کار کوونکو شمېر ډېروي په داسې حال کې چې په دې سمیو کې د امریکایي کارکوونکو شمېر ۳۵۰۰ کسانو ته رسېږي. نوموړي ویلي، امریکا هڅه کوي د ماهي نیولو په موخه اوبه خړې کړي، نو له همدې امله په دې هېواد کې د تاوتریخوالي د کمولو مخنیوی کوي.





































