تهران د لندن هغه پرېکړه چې د تېل وړونکو بېړیو د ساتنې لپاره فارس خلیج ته یوه ډله پوځیان استوي، یو پاروونکی اقدام بللی او وايي چې دغه پرېکړه به ناوړه پایلې ولري.
د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې دا کار د پوره دښمنۍ په مانا دی.
هغه ویلي: «موږ اورېدلي چې هغوی یوه پوځي اروپايي ډله فارس خلیج ته استوي، دا طبیعتاً یو خصمانه پیغام او پاروونکی اقدام دی او کړکېچونو ته به لمن ووهي».
دا په داسې حال کې ده چې برېټانیا تېره دوشنبه ویلي وو چې پلان لري د هورمز تنګي له لارې د تېل وړونکو بېړیو د تګ راتګ د امنیت د ساتلو لپاره د اروپا په مشرۍ دې سیمې ته یو پوځي ماموریت ولېږي.
د برېټانیا د نوي لومړي وزیر بورېس جانسن په مشرۍ، د دغه هېواد نوی حکومت اوسمهال د برېکزیټ تر څنګ، له ایران سره په دې لانجه کې ښکېل دی او که څه هم ګواښونه یو بل ته تبادله شوي، خو لا یې سمه نتیجه نه ده ورکړې.
دغه څرګندونې داسې مهال دي چې ایران دوې اونۍ وروسته له هغې د جولای په نولسمه د برېټانیا یوه تېل وړونکې بېړۍ په هورمز تنګي کې ونیوله، چې د هسپانیې په جنوب کې د برېټانیا د شاهي دولت تر حاکمیت لاندې جبلالطارقي چارواکو د ایران یوه لویه تېل وړونکې بېړۍ «ګرېس» له سورلیو سره یو ځای ونیوله.
د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د خلیج امنیت باید د سیمې د هېوادونو له خوا ونیول شي.
بلخوا د ایران ولسمشر حسن روحاني هم تر دې وړاندې د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې خبرداری ورکړی و، چې که برېټانیا هورمز تنګي ته ځواکونه ولېږي، دا به په سیمه کې روان کړکېچ نور هم زیات کړي.
روحاني د شنبې په ورځ د عمان د بهرنیو چارو له وزیر یوسف بن علوي سره په تهران کې تر یوې لیدنې وروسته وویل چې د هورمز تنګي د امنیت ټینګښت د عمان او ایران مسوولیت دی او د بهرنیو ځواکونو حضور په دې سیمه کې هېڅ ګټه نه لري.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر یوسف بن علوي هم ویلي چې دوی له تهران او لندن سره ښې اړیکې لري او له ټولو خواوو سره د هورمز تنګي د امنیت په اړه اړیکې نیسي.





































