د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دغه پېښه په راولپېنډۍ کې شوې ده چې په وژل شوو کې څلور نظامیان او دوه پيلوټان هم شامل دي. د راپورونو له مخې الوتکه د هستوګنې پر یوه سیمه را غورځېدلې ده او تر لوېدو وروسته یې اور اخیستی دی. سرچینه کاږي په پېښه کې ۱۲ کسه ټپیان شوي هم دي. په پاکستان کې په دې وروستیو کې د الوتکو لوېدل ډېر شوي چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.





































