د پاکستان د طبعي پېښو پر وړاندې ادارې چارواکي وایي چې د دې هېواد په سند او کراچۍ ښارونو کې وروستیو بارانونو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د چارواکو په خبره په کراچۍ او سند کې له پرون راهیسې باران ورېږي چې د برق شارټۍ له امله په کراچۍ ښار کې لس او سند کې شپږ کسان مړه شوي دي. د راپورونو له مخې په کراچۍ کې د دوو ماشومانو په ګډون لس کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپیان دي. راپورونه وایي چې د کراچۍ او سند په ګډون په ډېریو نورو سیمو کې هم بارانونو زیانونه اړولي او ښوونځي رخصت شوي دي.





































