یمن کې د یو برید له امله د دوو ماشومانو په ګډون لس کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي. رسنۍ وایي چې دا برید د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف کړی دی، خو یمنیان بیا وایي چې دا برید حوثي ملېشو له الثابت قبیلې سره د دښمنۍ په خاطر کړی دی. برید په داسې یوه سیمه کې شوی دی چې ماښام مهال خلک د خپلو کورونو لپاره پکې سوداوې کوي. سعودي که څه هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسي د حوثیانو پر ضد د ایتلاف په چوکاټ کې عملیات مخته وړي. یاد هېواد تر دې وړاندې هم د ملکیانو په وژن تورن شوی دی.





































