د برازیل په یو زندان کې د قاچاقبرانو د دوو ډلو ترمنځ نښته کې ۵۷ کسان وژل شوي دي. له دې څو ساعته نښتې وروسته په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د ۱۶ کسانو سرونه غوڅ شوي دي او په ډېر بد وضعیت کې د زندان د دروازې مخې ته پراته دي. پېښه د برازیل په پارا ایالت کې رامنځته شوې ده. د برازیل حکومتي رسنۍ وایي، دا برید د قاچاقبرانو یوې ډلې د خپلې رقیبې ډلې پر بندیانو باندې کړی دی چې له امله یې ۵۷ کسان وژل شوي او تر لسو ډېر نور ټپیان دي. برازیل د ۷۲ زره بندیانو په لرلو سره د نړۍ درېیم هېواد دی چې تر ټولو ډېر زندانیان لري.





































