د بلوچستان په مرکز کوټه کې په یوه بمي چاودنه کې څلور پولیس وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي. چاودنه د کوټې ښار لیاقت بازار کې شوې ده. د کوټې د ملکي روغتون ویاند وسیم بېګ ویلي چاودنه د پولیسو تانې ته نږدې شوې ده. نوموړی وایي چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته. تر دې دمه کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی، خو په بلوچستان کې فعالې بیلتون پالې وسله والې ډلې وخت نا وخت هلته پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. تېره می میاشت کې هم د کوټې پښتون اباد سیمه کې په یو جومات کې چاودنې درې کسان وژلي وو او ۲۵ نور یې ټپیان کړي وو. تر هغه وړاندې د مې میاشتې په ۱۳ نېټه هم د کوټې په سټلایټ ټاون کې پر پاکستاني پولیسو برید شوی و. په هغه برید کې څلور پولیس وژل شوي وو او ۱۲ نو ټپیان شوي وو.





































