په کشمیر کې د هندي او پاکستاني پوځیانو تر منځ د بیلتون پر کرښه یو ځل بیا نښته شوې ده چې له امله یې یو هندی او یو پاکستانی سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. هندي رسنیو د دې هېواد د پوځي چارواکو له خولې ویلي، لومړی پاکستاني پوځیانو پر هندي سترتېرو برید کړی دی چې په متقابلو ډزو کې دا مرګ ژوبله رامنځته شوې ده. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې دواړو لوریو پر دې کرښه آن په ۲۰۰۳ میلادي کال کې اوربند اعلان کړی دی خو وخت ناوخت دواړو خواوې ترې سرغړونه کوي.





































