د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي د کشمیر له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره په خبرو کې ویلي ،په دې باید سترګې پټې نه شي چې په افغانستان کې امنیت د پاکستان د پولو له خوندیتوب او د کشمیر له مسئلې سره تړلی دی. دده په خبره پاکستان هڅه کوي چې په خپلو سرحدي سیمو کې نا امنۍ او ناخوالې ختمې کړي نو ځکه نور هم باید په دې پوه شي چې د کشمیر امن کېدل د افغانستان امن کېدل دي. پاکستان تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې دي او موخه یې دا ده، چې که امریکا او نور هېوادونه د کشمیر په مسئله کې همکاري کوي نو دوی هم د افغانستان د جګړې په ختمولو کې خپله مرسته کوي. پاکستاني وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې تر دې وړاندې عمران خان له امریکا سره د افغان سولې په باب هر اړخیزې ژمنې کړې او وایي چې دلته به د جګړې په ختمولو کې همکاري کوي.





































