امریکا په تازه اقدام کې د ایران د بهرنیو چارو پر وزیر هم بندیزونه لګولي دي. د امریکا د خزانې وزارت ویلي، جواد ظریف په نړۍ کې د ایران د روحاني مشر خطرناکه اجنډا پر مخ وړي نو ځکه یې بندیزونه ورباندې وضع کړي دي. بل پلو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دغه بندیزونه پر ده هېڅ راز اغېز نه کوي. امریکا په دې بندیزونو سره د ایران د اټومي مسئلې د سیاسي حل احتمال هم له منځه یووړ. په دې وروستیو کې د ایران او امریکا د اړیکو ترینګلتیا اوج ته رسېدلې ده. امریکا په نوي خبرداري کې ویلي چې پر ایران به نور درانه بندیزونه هم وضع کړي.





































