ایراني چارواکي وایي، امریکا د ایران د بهرنیو چارو پر وزیر جواد ظریف له تازه لګول شویو بندیزونو سره له تهران سره د خبرو اترو دراوزې وتړلې. ایرنا اژانس د ایراني چارواکو له قوله ویلي، ټرمپ په دې تازه اقدام سره وښوده چې نه غواړي د ډپلوماسي له لارې له ایران سره ستونزې حل کړي. ایراني چارواکو ویلي، دوی پخوا لا ویلي و چې امریکا د منځني ختیځ د بې ثباته کولو په هڅه کې دی او له همدې امله یې په بیلابیلو بهانو له دې هېواد سره دښمنۍ ته ملا تړلې ده. سرچینې د چارواکو له قوله زیاته کړې، دوی به په هیڅ صورت امریکا ته تسلیم نه شي او دا بندیزونه نه شي کولی ایران د امریکا له دښمنۍ را وګرځوي.





































