د سعودي عربستان مېرمنو د لومړي ځل لپاره اجازه تر لاسه کړه چې د نارینه وو له ملاتړ پرته پاسپورټ ترلاسه کړي او له دې هېواده بهر سفر وکړي. په دې اساس د حکومت په نوي حکم کې ویل شوي چې له دې وروسته هغه مېرمنې چې ۲۱ کاله عمر ولري خپله پاسپورټ ترلاسه او له سعودي بهر تللی شي. په راپور کې راغلي چې دې برخه کې مېرمنې د نارینه وو اجازې یا ملتیا ته اړتیا نه لري. په دغه حکم کې چې د حکومت لخوا تېره ورځ صادر شو راغلي چې ښځې د واده، طلاق او د ماشوم د زېږېدو نېټه ثبتولی شي. له دې حکم وړاندې په سعودي عربستان کې مېرمنو د پاسپورټ او بهرني سفر لپاره اړې وې له خپل محرم کس اجازه واخلي، یا هغه له ځان سره بوځي.



































