شمالي کوریا نن د لنډ واټن ویشتونکي دوه توغندي توغولي دي. د امریکا او جنوبي کوریا چارواکي وايي، له یوې اوونۍ په کمه موده کې دا د شمالي کوریا لخوا د توغندیو د توغولو درېیم مورد دی. د جنوبي کوریا د چارواکو په وینا، دا توغندي د شمالي کوریا د مخکینیو توغندیو په څېر له ختیځ څخه د سمندر په لور توغول شوي دي. د جنوبي کوریا چارواکي وايي، د دې هېواد ځواکونه د شمالي کوریا لخوا د نورو توغندیو د ویشتلو په صورت کې د تیارسۍ په حال کې دي او وضعیت له نږدې څاري. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هڅه کوي چې له شمالي کوریا سره د کوریا د ټاپو وزمې د غیر اټمي کولو پر موضوع خبرې بېرته پیل کړي.





































