د خیبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان اړوند په ملکانو سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه پوسته وسله وال برید شوی دی چې په ترڅ کې یې درې پوځیان وژل شوي او یو بل سخت ټپي دی. پاکستاني چارواکو ویلي چې دا برید نامعلومو وسله والو کړی دی. راپورونه وایي، برید په داسې حال کې شوی دی چې پوځیان د پوستې مخې ته د سهارنۍ په خوړلو بوخت وو او له نامعلوم لورې ورباندې ډزې وشوې. د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو تر دې وړاندې د ورته پېښو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان په نامه وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.





































