د هند پوځ پاکستان ته وړاندیز کړی دی چې د خپلو وژل شویو پوځیانو مړي د هند تر ولکې لاندې خاورې نه بېرته یوسي. هندي پوځیانو ویلي، دا سرتېري هغه مهال ووژل شول چې د هند تر ولکې لاندې خاورې ته ور اوښتي او پر هندي پوځیانو یې ډزې کړې او په متقابل برید کې وژل شوي دي. خو پاکستاني پوځ د هند دا دعوه رد کړې چې ګنې پاکستاني پوځیان د کشمیر خاورې ته دننه شوي دي. د هندي پوځ ویاند راجیش کالیه خبریالانو ته ویلي، دوی د پاکستان پوځ ته وړاندیز کړی دی چې سپین بیرغ په لاس دې د کنټرول کرښې هغې غاړې ته ورشي او د خپلو پوځیانو مړي دي ولېږدوي. بلخوا د پاکستاني پوځ ویاند اصف غفور ویلي، د هند دا دعوه دروغ ده او په خبره یې هیڅ سرتېری یې له کرښې هغې غاړې ته نه دی اوښتی.





































