د راپورونو له مخې د مصر په پلازمینه قاهره کې په یوه روغتون کې د ګازو ډبې چاودنه کړې ده چې ۱۷ کسه یې وژلي او ۲۱ نور یې ټپیان کړي دي. د مصر د کورنیو چارو وزارت وایي دا یو ترهګریز برید نه و، خو سره له دې هم دوی په دې اړه هر اړخیزې پلټڼې پيل کړې دي. په چاودنه کې د روغتون ودانۍ سخته زیانمنه شوې ده. د مصر حکومتي سرچینو ویلي چې اوس دغه روغتون تخلیه شوی دی او ناروغان یې نورو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.





































