لیبیایي رسنیو راپور ورکړی دی چې د جنرال خلیفه حفتر په مشرۍ ځواکونو د یاد هېواد په غربي سیمه کې د واده پر مراسمو هوایي برید کړی دی چې له امله یې ۲۰ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. راپورونه وایي، د حفتر وسله والو د مرزق په نامه ښار کې د واده پر مراسمو څلور ځله هوایي بریدونه کړي دي. تر دې وړاندې هم رسنیو راپورونه ورکړي وو چې د حفتر وسله والو په پلازمېنه طرابلس کې هم د کډوالو یو کمپ په نښه کړی او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د حفتر تر مشرۍ لاندې وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. لیبیا په ۲۰۱۱ کال کې د معمر قذافي تر وژل کېدو وروسته په دوو موازي دولتونو ویشل شوې ده.





































