هند تر خپل واک لاندې کشمیر ته نور سرتېري لېږلي او سیلانیانو ته یې ویلي چې سیمه پرېږدي. په ورته وخت کې پاکستان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې چې د کشمیر پر سر د اوږدې لانجې د حل کولو لپاره دې منځګړیتوب وکړي. پاکستاني پوځیانو پرون وویل چې هندي ځواکونو پر بې ګناه ملکي کشمیریانو ډزې کړې دي او هغوی یې وېرولي دي. بلخوا د پاکستان د ملي امنیت کمېټې هم پرون د عمران خان په مشرۍ غونډه کې ویلي چې هندي پوځیانو پر ملکي وګړو داسې وسلې کارولې دي چې نړیوالو قوانینو منع کړې دي، خو هندي پوځ بیا دا ادعا رد کړې ده.





































