د هند حکومت د یو تازه فرمان په ترڅ کې د کشمیر خودمختاري لغوه کړې ده. د ایسنا په نامه ایراني اژانس راپور ورکړی دی ،چې د هند لومړي وزیر نریندار مودي هغه قانون لغوه کړی دی ،چې له مخې یې کشمیر کې اوسېدونکې وګړي ازاد وو. مودي، د نوموړي د ګوند غړو او هندي چارواکو نن په دې اړه یوه غونډه رابللې وه ،چې په پایله کې یې هغه قانون لغوه شو چې د کشمیر خلکو ته یې د ازادي په ګډون یو شمېر ځانګړي حقوق ورکول. نوموړی دا پرېکړه په داسې حال کې کوي ،چې د هند تر واک لاندې کشمیر د هندي پوځ لخوا تر محاصرې لاندې دی او سیلانیانو ته یې امر کړی چې له جمو او کشمیر څخه ووځي.





































