امریکا وایي په کشمیر کې راپورته شوې مسئله له نږدې څاري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د کشمیر پر سر د پاکستان او هند کشمکش ډېر شوی دی خو امریکایي چارواکي هر څه له نږدې څاري او پر دواړو لورو د زغم غږ کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي چې دوی پر کنټرول لاین ددواړو لورو پیل شوي اقدامات هم خطرناک بولي او ښه به وي چې هند او پاکستان له پوره احتیاط کار واخلي. د کشمیر مسئله یو ځل بیا د هند او پاکستان ترمنځ توده شوې ده. هند د امریکايي او پاکستاني چارواکو د ځينو څرګندونو په غبرګون کې کشمیر ته ورکړل شوي ځانګړي واکونه لغوه کړل او په دغه سیمه کې یې زرګونه سرتېري ځای پر ځای کړل. پاکستان هم کنټرول کرښې ته سرتېري استولي او اړین اقدامات یې پيل کړي دي.





































