د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي له ایران سره سوله د سولې مور ده، خو له ایران سره جګړه د جګړو مور ده، چې په ټوله نړۍ کې به لسګونه جګړې وزېږوي. نوموړي په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي چې د امریکا د اقداماتو پر وړاندې ولاړ دي او مقاومت کوي. ده همدا راز ویلي چې ایران له امریکا سره خبرو ته تیار دی، خو که امریکا په خبرو کې رښتینې وي نو باید پر ایران ټول لګېدلي بندیزونه لغوه کړي. حسین روحاني ټینګار کړی چې له امریکا سره یوازې صادقانه خبرې مخ ته وړي او له هغه پرته به هېڅ ډول فشار ته تسلیم نه شي.





































