د خیبرپښتونخوا په صوابۍ سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د پاکستاني پوځ د یو افسر په ګډون دوه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. په صوابۍ کې د ځایي چارواکو په خبره دا پېښه پرون ورځ ناوخته په داسې حال کې رامنځته شوې چې د پوځیانو موټر له یادې سیمې د ګزمې په حال کې و. چارواکو ویلي چې د پېښې په سیمه کې یې د پلټنې عملیات پیل کړي دي. تر اوسه د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو تر دې وړاندې د ورته بریدونو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان په نامه وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.





































