د بریتانا حکومت په رسمي ډول اعلان کړی دی چې د خلیج فارس د سمندري امنیت لپاره د امریکا له لوري له جوړ شوي ایتلاف سره یو ځای کېږي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک روب ویلي، په دې سیمه کې د خپلو کښتیو د امنیت لپاره یې له دې ایتلاف سره د یو ځای کېدو پرېکړه کړې ده. روب ویلي، دوی به نور ملګري هېوادونه هم وهڅوي څو له دې ایتلاف سره یو ځای او په یاده سیمه کې د امنیت په خوندیتابه کې خپل رول ولوبوي. خو تر اوسه داسې نښې نه ښکاري چې ګنې نور اروپايي هېوادونه دې له دې ایتلاف سره یو ځای شي. ایران بیا د امریکا په مشرۍ د دې ایتلاف غندنه کړې او ویلي یې دي په دې سیمه کې د سمندري امنیت مسوولیت د ایران دی.





































