د شمالي کوریا یو ډپلوماټ جو یونګ چل په جینوا کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د بې وسلې کولو په اړه یو کنفرانس ته ویلي چې امریکا له جنوبي کوریا سره د پوځي تمرینونو په تر سره کولو سره هڅه کوي په دې سیمه کې پوځي وسلې ځای پر ځای کړي. هغه زیاته کړې سره له دې چې امریکا او جنوبي کوریا هڅه کوي خپل پوځي تمرینات توجیه کړي، خو د دغو تمرینونو اصلي بڼه نه شي پټولی. نوموړي زیاته کړې، امریکا د پوځي عملیاتو د ختمولو په اړه خپله ژمنه له پامه غورځولې ده او عملاً غواړي پوځي شخړې وپاروي خو دوی به د خپلې دفاع لپاره لازم تدابیر ونیسي.





































