اوهایو ته د ټرمپ د سفر پر مهال د هغه پر ضد سخت لاریونونه شوي دي. لاریون کوونکو د ټرمپ ضد شعارونه ورکول او هغه یې په امریکا کې د تبعیض او تعصب د رامنځ ته کېدو مسوول باله. نوموړی هغه روغتون ته لاړ چې د وروستي وسله وال برید ټپیان پکې تداوي کېږي. په روغتون کې د ټرمپ ضد شعارونه ځړېدلي او ویل شوي وو چې د اوهایو خلک متعصب، جنجالي او بې پروا ولسمشر ته هرکلی نه وايي. دوی له ټرمپ وغوښتل چې د امریکا د خلکو ترمنځ دې کرکه نه پاروي او تبعیض ته دې لمن نه وهي. په امریکا کې د ټرمپ له واکمنۍ راهیسې یو ځل بیا له رسمي دولتي ادارو له تبعیض او تعصب ډکې ویناوې کېږي او د خلکو ترمنځ یې کرکې ته لمن وهلې ده. د اوهایو لاریون کوونکو له ټرمپ دا هم وغوښتل چې د کډوالو په قانون کې دې لاسوهنې او د خپل زړه ملاحظات پرېږدي.





































