امریکا د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر د مسئلې پر سر د مستقیمو خبرو ملاتړ کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي په کشمیر کې وضعیت ترینګلی دی او امریکا هر څه له نږدې څاري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر دواړو لورو غږ کړی چې زغم ولري او له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي. سرچینه کاږي امریکا ددې ملاتړې ده چې دواړه هېوادونه د کشمیر پر مسئله مخامخ او مستقیمې خبرې پيل کړي. په دې وروستیو ورځو کې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر مسئله ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي. پاکستان له هند خپل سفیر راغوښتی، د هند سفیر ته یې د وتلو امر کړی دی او له هند سره یې ټولې سوداګریزې اړیکې ځنډولې دي. هند بیا تر خپلې ولکې لاندې کشمیر ته زرګونه سرتېري لېږلي او له دې سیمې یې ډېری خلکو ته د وتلو امر کړی دی.





































