پاکستان هند ته ویلي چې که هر څه کوي ودې کړي خو د ۲۰۱۹ کال د فبروري ۲۹مه باید له یاده ونه باسي. دا هغه ورځ وه چې پاکستان د هند یوه الوتکه را وغورځوله او هندی پیلوټ ابي نندن یې ونیو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي، لومړي وزیر عمران خان پاکستاني پوځیانو ته د هند د غیر قانوني ګامونو پر ضد د هرې ممکنې لارې د اختیارولو امر کړی دی او هند ته یې خبرداری ورکړی دی چې تر هر ګام مخکې باید ډېر فکر وکړي. هغه زیاته کړې، دوی مسلمانان دي او د ویري هیڅ توری یې په قاموس کې وجود نه لري. دا په داسې حال کې ده چې هند تر خپل واک لاندې کمشیر کې له خلکو نیمه خپلواکي اخیستي او دې سیمې ته یې د ممکنه لاریونونو کنټرول لپاره زرګونه سرتېري لېږلي دي او پاکستان یې غبرګون کې له یاد هېواد سره سفارتي او سوداګریزې اړیکې ځنډولې دي.





































