د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ د ترکیې او اذربایجان پولو ته څېرمه یوه نښته کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک دوه سرتېري وژل شوي او یو بل سخت ټپی دی. ایراني چارواکو ویلي چې دا پېښه په ماکو سیمه کې رامنځته شوې ده. د ماکو والي حسن عباسي هم په دې پېښه کې د دریو سرتېرو مرګ ژوبله تایید کړې ده. په دې وروستیو میاشتو کې د ایران په هغو سیمو کې چې د ترکیې او عراق پولو ته څېرمه پرتې دي د ایراني ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي. ویل کېږي چې دا بریدونه عراق میشتي کردي وسله وال کوي او په ایران کې د کرد مېشتو سیمو خپلواکي غواړي





































