د پاکستان د فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د دغه هېواد سیاسي مخالفه مریم نواز نیولې ده. مریم نواز د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مرستیاله ده. نوموړې پرون داسې مهال نیول شوې چې د خپل بندي پلار نواز شریف چې د مسلم لیګ نواز ګوند مشر او پخوانی صدراعظم دی، د لیدو لپاره لاهور ته تللې وه. د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند ویانده مریم اورنګزیب وايي چې تر اوسه د هغې د نیول کېدو د دلیل په اړه څه نه دي ورته ویل شوي. د پاکستان د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې مریم نواز د چوهدري شوګر میلز په نوم د قند د یوې کارخانې د سوداګریزو معاملو د یوې د مشکوکې قضیې په تړاو نیول شوې ده. مریم نواز د دغې کارخانې یوه عمده سهم لرونکې ده.





































