ټرمپ وایي د شمالي کوریا ولسمشر لیک ورته استولی او ټاکل شوې چې دواړه لوري ډېر ژر بیا سره وویني. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، تازه یې د شمالي کوریا له ولسمشر یو لیک ترلاسه کړی دی. دده په خبره په لیک کې یې د اړیکو پر ښه کولو او بل ځلې لیدلو خبرې کړې دي. ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کړې دي چې شمالي په دې وروستیو کې یې د ځينو توغندیو ازموینې هم ترسره کړې دي. له دې سره جوخت کیم جونګ اون د جنوبي کوریا او امریکا له ګډو تمریناتو هم ناراضه دی.





































