د ټرمپ ادارې دا ځل د کډوالۍ قوانینو کې نوي شرطونه زیات کړي چې ډېر بې وزله قانوني کډوال په امریکا کې د اوسېدو له ستونزو سره مخ کېدای شي. په نویو بدلونونو کې هغه کډوال په نښه شوي چې تر ډېره په ژوند کې پر دولتي او نورو مرستو تکیه کوي. د کډوالو د حقونو اړوندو ټولنو پر دغه پلان نیوکه کړې او دا یې د بې وزله کډوالو په نښه کول بللي دي. د کډوالۍ د قانون ملي مرکز ویلي، دوی به هڅه وکړي چې د ټرمپ اداره د نویو قوانینو له عملي کولو راوګرځوي. خو سپینه ماڼۍ وايي دا یې وروستۍ پرېکړه ده.په امریکا کې دا مهال د ناقانونه کډوالو شمېر ۲۲ میلیون کسانو ته رسېږي. تېره اونۍ په مي سي سي پي ایالت کې شاوخوا ۶۸۹ ناقانونه کډوال ونیول شول.





































