د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی چې پر ایران د ملګرو ملتونو لخوا لګول شوي بندیزونه به راتلونکي کال کې ختم شي او له هغه وروسته به په منځني ختیځ کې یو ځل بیا پوځي سیالۍ زور واخلي. پمپیو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې وخت کم پاتې دی او نړیواله ټولنه باید پر ایران فشار راوړي چې د سیمې د بې ثباته کولو چلند پرېږدي. پمپیو ویلي، چې ډېر ژر به د ملګرو ملتونو لخوا پر ایران د وسلو د پېر او پلور بندیز ختم شي او د انقلابي ګارډ مشر جنرال قاسم سلیماني به هم یو ځل بیا د سفر کولو اجازه ولري. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه هم خپره کړې ده، په اعلامیه کې راغلي چې ایران په سیمه کې د ترهګرو تر ټولو ستر ملاتړی دی او له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې له ورانکارو ډلو سره اړیکي لري.





































