د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که اړتیا پېښه شي، د سوداګرۍ له نړیوال سازمان به بهر شي. نوموړي ګواښ کړی چې که د سوداګرۍ په سازمان کې د شته هېوادونو پر وړاندې په تګلارو کې بدلون رانه شي، شونې ده چې امریکا له دغه سازمان سره اړیکې پرې کړي. ټرمپ د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي، چې که اړتیا پېښه شي د سوداګرۍ له سازمان به بهر شي. د سوداګرۍ نړیوال سازمان بنسټ په ۱۹۹۵ میلادي کال کې کېښودل شو. د دغه سازمان دنده له نړیوالو سوداګرو سره مرسته او د دغه سازمان د غړو هېوادونو تر منځ د اختلافونو حلول دي.





































