د پاکستان صدراعظم عمران خان نن د اګست په ۱۴مه له هند څخه د دې هېواد د جلا کېدو کلیزه په کشمیر کې تېروي. د عمران خان دفتر ویلي چې یو شمېر وزیران به مظفراباد ته په سفر کې له خان سره ملګري وي او هلته به د ټولو ګوندونو کنفرانس جوړ کړي. کشمیر ته د عمران خان له یو ورځني سفر یوه ورځ مخکې پاکستان په کشمیر کې د روان وضعیت په اړه د بحث لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه. دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې هند د اګست په پنځمه نېټه له جمو او کشمیر څخه د کورواکۍ د هغه امتیاز د اخیستو اعلان وکړ چې د هند اساسي قانون دې سیمې ته ورکړی و. اسلاماباد د هند دا اقدام نړیوالې سولې ته ګواښ بولي او وايي چې دا پرېکړه به په کشمیر کې قومي تصفیې ته لاره پرانیزي





































