د پاکستان صدراعظم عمران خان د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ته تللی و او هلته یې کشمیريانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د کورواکۍ لپاره روانه مبارزه کې به یې یوازې پرېنږدي. عمران خان د هېواد د خپلواکۍ د درې اویایمې کلیزې په مناسبت په وینا کې هند ته د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د هر ډول برید پر وړاندې خبرداری ورکړ. عمران خان وویل د مودي د څپېړې ځواب به په سوک ورکړي او هغه وخت رارسیدلی چې هند ته سبق ور وښايي.عمران خان ویلي، چې پوځ د اعتبار وړ استخباراتي مالومات ترلاسه کړي چې گواکې هند د پاکستان واک لاندې کشمیر کې د برید پلان لري او پاکستان بشپړ ځواب ویلو ته چمتو دی.نوموړي ویلي، چې د هند حکومت لخوا د هندي کشمير د نیمه خودمختارۍ حیثيت ختمولو پرېکړه یوه لويه ستراتیژیکه تېروتنه ده او دا به هند ته ګرانه پرېوزي.































