د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي چې د ایران او سیمې د خوندیتوب لپاره پخپله اقدامات کولی شي او د دغه هدف لپاره د نورو هېوادونو د عسکرو ځای پرځای کولو ته اړتیا نشته. روحاني په یوې ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې ایران په خلیج کې د امریکا سمندري ماموریت ردوي. ایران تیره میاشت یوه کښتۍ نیولي وه چې پرې د برېتانیې بیرغ لگیدلی و. امریکا او برېتانیې له هغه نه وروسته په خلیج سمندر کې د حفاظت لپاره گډ ماموریت پیل کړی دی چې ایران پرې سختې نیوکې کوي. حسن روحاني د گاونډیو هېوادونو له مشرانو غوښتي، چې د خلیج فارس او د هرمز تنگي خوندیتوب د ایران د بهرنو چارو د پالیسۍ یوه مهمه برخه ده او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د سیمې خوندیتوب یې لومړیتوب دی.





































