د امریکا د نیویارک ایالت پولیس چارواکي وایي چې په دغه ښار کې په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا شپږو پولیسو ځان وژنه کړې ده. د پولیسو په خبره روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې اتو پولیسو د رواني فشارونو له امله خپل ځانونه وژلي دي. دوی زیاته کړې، اوس د دوی ټوله هڅه دا ده چې تر فشار لاندې پولیسو سره د سلا مشورو ورکولو له لارې مرسته وکړي او د دې چارې لپاره یې یوه اداره هم جوړه کړې ده. هغوی وایي لومړی به اته سوه پولیسو ته له دې ستونزو سره د مبارزې لارې چارې وښایي او له هغه وروسته به دا لړۍ ټول ښار ته وغځوي.





































