د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ایراني پوځ ویلي چې د اسراییل کښتۍ په هیڅ صورت د فارس خلیج اوبو ته نه شي ننوتلی او که چېرته هرمز تنګي ته داخلې شي نو سالمې به یې پرې نه ږدي. د ایراني پوځ مرستیال حبیب زاده ویلي، دوی به هغو کښتیو ته چې د اسراییل بیرغ پرې رپېږي په هیڅ صورت خپلې خاورې ته د ننوتو اجازه ورنه کړي. نوموړي زیاته کړې، که چېرته اسراییلي کښتۍ له دې لارې د تېرېدو تېروتنه وکړي نو د اسراییل او د هغوی د ملګرو د سختې پښېمانۍ سبب به وګرځي. حبیب زاده دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، دوی خپله د دې وړتیا لري چې د خلیج فارس امنیت خوندي کړي او بل هیڅ ځواک ته به په دې سیمه کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.





































