د هند لومړي وزیر نریندرا مودي نن د دې هېواد د خپلواکۍ د کلیزي په مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي، د جمو او کشمیر د ځانګړي وضعیت لغوه کېدو سره به دا سیمه خپل پخوانی برم ترلاسه کړي. هغه زیاته کړې، دا سیمه به دغه راز د هند په پرمختګ کې ځانګړی رول ولوبوي. مودي زیاته کړې، د جمو او کمشیر پخواني موقف په سیمه کې بې عدالتۍ ته لار پرانیستې وه او له دې وروسته به هلته په بشپړه توګه عدالت تامین شي. د هند پارلمان د روانې اګسټ میاشتې په پنځمه تر رایګیري وروسته هغه قانون لغوه کړ چې له مخې یې په دې سیمه کې مېشتو وګړو نیمه خپلواکي درلوده. د هند دې پرېکړې د پاکستان سخته غوسه پارولې او له ملګرو ملتونو یې د منځګړتوب غوښتنه کړې ده.





































