د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت وایي د امریکا د کانګرس دوې مسلمانې غړې، الهان عمر او رشیده طلیب ته به اجازه ورنکړي چې دغه هېواد ته ورشي. د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي، په دې اړه پرېکړه وشوه چې هغوی ته به اجازه نه وي چې اسرائیلو ته ننوځي. تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له اسرائیلو غوښتي وو چې الهان عمر او رشیده طلیب ته اجازه ورنکړي چې دغه هېواد ته ورشي. امریکايي رسنۍ وايي، ټاکل شوې وه چې د کانګرس دغه دوې مسلمانې غړې د راتلونکې یکشنبې په ورځ اسرائیلو ته ولاړې شي. دوي پلان درلود چې د اسرائیلو او فلسطینیانو د سولې د حرکتونو له فعالانو سره وویني.





































