د پاکستان پوځي چارواکي وايي، چې د هندي او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښته کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. پاکستاني پوځ ویلي، چې ځوابي برید کې پنځه هندي عکسر هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. بل لور ته هندي رسنیو د هندي پوځي چارواکو له قوله د پاکستان دغه ادعا رد کړې چې ګواکې په ځوابي برید کې دې هندي پوځیان وژل شوي وي. د رسنیو د راپورونو له مخې د هندي پوځي چارواکو له قوله ادعا شوې چې پونچ سیمه پاکستاني پوځیانو له اوربنده سرغړونه کړې ده.





































